حضرت ځاځی ټپي شو: کرکټ بورډ اعلان وکړ چې هغه به نور -

حضرت ځاځی ټپي شو: کرکټ بورډ اعلان وکړ چې هغه به نور

د افغانستان د کرکټ‌ ملي ټيم اوپنر لوبغاړی حضرت الله ځاځی په آسټراليا کې ټپي شوی دی، د د افغانستان د کرکټ بورډ له لوري په خپره شوې رسمي بيانيه کې راغلي دي چې حضرت الله ځاځی ددې وړ نه دی چې په لوبه کې برخه واخلي. نوموړی که څه هم په لوبو کې د افغانستان لپاره کومه ګټه نلري او تل په ټیم باندې يو فشار وي خو په خوږېدو يې افغان مينوال کرکټ بورډ ملامتوي.

افغان مینوالو ويلي دي چې حضرت الله ځاځی بايد په هېڅ صورت د افغانستان په نړيوالو لوبو کې هغه هم نړيوال جام کې نه لوبېدی که اوس دی په دې لوبو کې نه وی نو روغ به و او ټپي کېده به هم نه.

د کرکټ بورډ له لوري د خپروو شویو معلوماتو په اساس حضرت ځاځی د لوبو لپاره د تمرین په مهال خوږ شوی دی، ويل کېږي چې دده د چپ اړخ په عضلاتو باندې فشار ورغلی دی.

د يادونې وړ ده چې ځاځی زیات وزن لري چې د یوه سپورټي لوبغاړي سره په هېڅ صورت نه ښايي د خپل همدې زيات وزن له لوري خوږ شوی دی. نوموړی د مسلکي لوبو وړتیا نه لري او مبصرین یې په افغان ټيم کې لوبول حيرانونکي‌ بولي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *