حضرت ځاځی؛ زه پخپلو لوبو چې ناکام شوم له دې وروسته -

حضرت ځاځی؛ زه پخپلو لوبو چې ناکام شوم له دې وروسته

په نړيوال جام کې د افغانستان د ملي ټیم داسې غلطیو چې د يوه مسلکي ټيم څخه یې هېڅ هیله نه کېږي د مینوالو زړونه مات کړي، د ځينې لوبغاړو په پرلپسې ډول سمه نه لوبه کول ددې سبب شوي دي چې د هغه ښو او مسلکي لوبغاړو ټوله خواري هم په سيند لاهو شي، او ورسره د لويو ټیمونو په وړاندې افغانستان تل د یو مات شوي ټيم په نوم یاد شي او د افغانانو هیلې مړاوې شي.

يو له دغو لوبغاړو حضرت الله ځاځی چې تقريباً په خپلو لسو وروستیو نړیوالو لوبو کې په یوه لوبه کې هم ښه سکور نه دی کړی يا په اول بال اوټ وي یا په پینځو منډو،‌ د پرلپسې ناکامۍ وروسته خلک په کرکټ بورډ نيوکه کوي چې حضرت ځاځی یې ولې تراوسه پورې ساتلی دی هغه هم په داسې پوزېشن باندې چې د لوبې پيل کوي چټک اوټ کېږي او هېڅ منډې نکوي دا هرڅه د باقي ټيم په مورال باندې ډېر بد تاثیر کوي.

ځاځي اوس د خپلې مسلسلې ناکامۍ وروسته يوه داسې بهانه کړې ده چې د افغان مينوالو عقل ته یې سپکاوی کړی دی، ده ويلي دي چې دی استراليا ته د یوه نوي پلان سره راغلی و خو هغه پلان یې کار ورنکړ او دی پکې ناکام شو اوس نو خپله طبعي لوبه پخپل موډ او طبعيت سره پيلوي.

ځاځی فکر کوي چې ده صرف استرالیا کې خرابه لوبه کړې ده اسيا کپ او نورو لوبو کې ډېر فعال و طبيعي لوبه یې کوله او اوس نوي پلان اسټراليا کې ددې کارکردګي خرابه کړه. افغان مينوالو په ښکاره نیوکې کوي چې په ټیم د حضرت ځاځی قوی او مناسب بدل کسان شته دي چې بايد له‌هغوی څخه ګټه واخیستل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *