حضرت الله ځاځی؛ ډېرې سختې ورځې راباندې تېرې شوې، داسې چې
د افغانستان د کرکټ کله شته او کله نشته لوبغاړي حضرت ځاځی او ګلبدين نايب لګيا دي دغلته په يوه ځايي ليګ کې لوبېږي.
ګلبدین په یوه ويډيو کې د حضرت الله ځاځي لوبه ستایلې ده او ويلي يې دي چې په نوموړي کې ډېر تغيرات راغلي دي.
حضرت الله ځاځي په خپله يوه لوبه کې پوره 118 منډې وکړې او د پخوا په خلاف یې خپله وېکټه د زيات وخت لپاره وساتله.
ځاځی هم د خپلې دغې لوبې څخه خوشحاله برېښي او وايي چې سختې شپې ورځې یې تېرې کړې خو نن يې د خپلو سختو ورځو مېوه وليده.
دی زياتوي چې په خپل فېټنېس باندې يې زيات کار کړی دی او په دې برخه کې اوس هم روزانه کار کوي ترڅو په لوبو کې ښه کردار ادا کړي.