حس نبي شعیب اختر ته: ما کرکټ په افغانستان کې زده کړی تاته په ښکاره وايم چې

حسن نبي عيسی خېل د افغانستان د کرکټ د ملي ټيم د تکړه لوبغاړي محمد نبي عيسی خېل زوی دی، هغه څو ورځې وړاندې پاکستان ته ولاړ او دغلته یې ددې هېواد په یوه سوداګريز ليګ کې چې د ځوانانو لپاره جوړ شوی دی برخه واخيسته.

هغه پاکستان ته د رسېدو سره د ځينو رسنیو سره مرکې وکړې نوموړي په خپله یوه مرکه کې د پاکستان د کرکټ د ملي ټیم پخوانی لوبغاړی شعيب اختر په غوږ وواهه او د هغه پخوانیو څرګندونو ته یې ځوابونه ورکړل.

نوموړي د شعیب اختر د هغه څرګندونو په مقابل کې چې ويلي يې و د افغانستان د کرکټ ټولو لوبغاړو په پاکستان کې کرکټ زده کړی دی وويل ما په پاکستان کې کرکټ نه دی زده کړی ما پخپل هېواد افغانستان کې کرکټ زده کړي دی او تمرینات هم په شارجه کې کوم.

هغه وويل ښوونکی او روزونکي مې هم افغانان دي، د يادونې وړ ده چې د افغانستان د کرکټ‌نوی نسل ټول په افغانستان کې پيدا شوی په افغانستان کې يې لوبې زده کړي د افغانانو له لوري روزل کېږي او نړيوال شهرت ترلاسه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *