حسيب: غواړم آریانا سعید طلاق کړم هغه نه غواړي چې زما سره
د آريانا سعید او حسيب ترمنځ اړيکې خرابې شوې دي، په ټولنيزو رسنيو کې د خپرو شويو خبرونو په بنسټ ددوی ترمنځ جنجال د طلاق حد ته رسیدلی دی. که څه هم تراوسه دقیق خبر نشته دی چې آریانا سعید طلاق شوې کنه خو ويل کېږي چې ددوی اړيکه د اريانا سعيد د انکار له وجې په خرابېدو ده.
حسيب غواړي چې يو اولاد ولري او اريانا سعيد بيا انکار کړي او وايي چې نه غواړي مور شي، د بل لوري د اریانا سعید عمر هم تور څلوېښت کلونو ته نېږدې دی او حسيب وايي که چېرې په يو دوه کلونو کې پلار نشي کېدی شي بيا ددوی اولاد هېڅکله پيدا نشي.
حسيب او آریانا سعید څو کاله کېږي چې نامزد دي او يو ځاي ژوند کوي، خو تراوسه پورې دوی په رسمي ډول واده نه دی کړی او نه دا خبر شته دی چې دوی بلاخره خه وخت واده کوي که تر آخره پورې همداسې ګرځي.