حسن نبي: زه هم غواړم ملي ټیم ته راشم، په کرکټ کې اوس

د افغانستان د‌ کرکټ د ملي ټيم د تکړه لوبغاړي محمد نبي زوی حسن نبي هم هيله ښودلې ده چې یوه ورځ به د افغانستان د کرکټ‌ د ملي ټيم لپاره لوبه وکړي.

ده پخپل فيسبوک کې ليکلي دي چې ان شاء الله يوه ورځ به راشي چې دی به د افغانستان د کرکټ د ملي ټيم لپاره لوبه کوي. حسن نبي چې د خپل پلار په شان د کرکټ سره علاقه لري څه موده وړاندې د پاکستان د‌جونير ليګ کې ولوبېده.

په ټولنيزو رسنيو کې د حسن نبي دغه پوست ته افغانانو بېلابېل غبرګونونه ښودلي دي ځينو ورته ويلي چې که په ځان کار وکړې نو کېدی سي دا چانس ترلاسه کړې پلار دې هسې هم کرکټ بورډ کې شناخته لري.

ځينې نورو بيا ورباندې ټوکې او نيوکې کړې دي او ورته ليکلي يې دي چې ستاسې نور د کرکټ د پيسو خوند ولیده زوی او پلار پسې راوتي یاست.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *