حسن نبي راشد خان ته: ته خو اوس په پاکستان کې ښه مطرح يې لطفاً غږ پورته کړه چې زما
د افغانستان د کرکټ د ملي ټيم د پخواني کپتان محمد نبي زوی حسن نبي په ټولنيزو رسنيو کې د افغانستان د ټاپ کرکټر راشد خان څخه غوښتنه کړې ده چې په پاکستان کې د افغان بندیانو د خلاصون لپاره اواز پورته کړي.
نوموړی ويلي دي په پاکستان کې اوس هم په لوړ شمېر افغانان په زندانونو کې دي، دغه غریب او بې ګناه افغانان دي چې بايد د خلاصون لپاره يې غږ پورته شي.
حسن وړاندې ليکلي دي راشد خان همدا د اوس د پاکستان په ليګ کې لوبه کوي او ترټولو مطرح لوبغاړی دی که اواز پورته کړي نو ډېرو مهمو مقاماتو ته غږ رسېږي.