حسن نبي؛ پلار مې يو ځل بيا را وګرځېد اوس به نو

د محمد نبي عيسی خېل زوی حسن نبي عيسی خېل پخپل پلار ویاړي هغه چې ډېر وخت کېږي په پاکستان کې ده د خپلې فېسبوک پاڼې له لارې يې په کرکټ کې د خپل پلار په يو ځل بیا ځلېدو خوښي څرګنده کړې ده او د هغه لوري په بيا ځل ښه لوبېدو يې خوښي ښوولې او ويلي يې دي چې پلار یې.

يو ځل بيا را وګرځېد يو ځل بيا پخپل فام کې شو، محمد نبي د افغانستان د کرکټ ټيم ټاپ لوبغاړی دی، هغه د نړۍ په کچه ټاپ الرونډر دی، خو په دې وروستيو کې يې څو ځل د افغانستان په نړيوالو لوبو کې ښه ونه ځلېده او ډېر وخت به په صفر اوټ کې ده.

د افغان کرکټ مينوالو نوره حوصله هم ورته په ختمېدو وه او ډېری مبصرینو وړانديز کاوه چې نوموړی دې نور د ټيم څخه لاره بېله کړي وايي د نړيوال جام وروسته دې دی نور د افغانستان له کرکټ څخه استعفا ورکړي ځکه نور یې له ګټې ټيم ته زيان ډېر دی.

خو اوس يو ځل بيا د‌نړيوال جام په تمریناتي لوبو کې د پاکستان او بنګله دېش په وړاندې ښه وځلیده او يو ځل بيا یې د‌ ټيم څخه د وتلو اوازې مړاوې شوې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *