حسن نبي؛ زما استاد زما پلار محمد نبي دی خو حقيقت دادی چې راشد خان

د هېواد د کرکټ د ملي ټيم د لوبغاړي محمد نبي عيسی خېل زوی حس نبي عيسی خېل پاکستان ته رسیدلی دی ترڅو په دې هېواد کې د پاکستان د ځوانانو د سوداګريز ليګ برخه شي، نوموړی دغه هېواد ته د ستنېدو سره سم د پاکستان د ترټولو لوی تلويزيون جيونيوز سره هم مرکه وکړه او پدې مرکه کې یې مهمې خبرې وکړې.

حسن د کرکټ د زده کړې په هکله وويل چې ما کرکټ پخپل هېواد افغانستان کې زده کړی دی، تمرینات هم په شارجه کې کوم او پاکستان ته اوس ددې ليګ د سياليو د یوه لوبغاړي په شکل راغلی يم.

نوموړي زياته کړه چې زده کړې یې د خپل پلار څخه کړې دي، د کرکټ اتل او استاد یې خپل محمد نبي دی خو دا هم حقيقت دی چې زیاتې مشورې د افغان اتل لوبغاړي راشد خان څخه اخلم.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *