حريم شاه: زما بر.بنډه ويډيو مه ګورئ، زه پکې يوازې يم بل څوک چې
مشهورې پاکستانۍ ټیک ټاکرې حریم شاه د خپلو غېر اخلاقي ویډیوګانو د خپرېدو په غبرګون ویلي، ماته پیغورونه مه راکوئ، له کوم چا سره خو مې بربنډې ویډیوګانې نه دي خپرې شوي.
د حریم شاه ځینې ویډیوګانې د فبرورۍ له ۲۷مې راهیسې په انټرنیټ کې وایرل شوي چې په هغې کې نوموړې په خونه او تشناب کې په بربنډ ډول لېدل کېږي، چې اعتراضونه یې راپورته کړي دي.
له دې چې د حریم شاه نوم د فبرورۍ په ۲۸مه او د مارچ په لومړۍ نیټه هم په ټویټر کې ټاپ ټرینډ شو او خلکو په دې سلسله کې د هغې جعلي او زړې ویډیوګانې هم شریکې کړې.
حریم شاه د خپلو ویډیوګانو په اړه د مارچ په لومړۍ نیټه په یوه لنډه ویډیو کې ادعا کړې وه چې دا یې شخصي ویډیوګانې دي او د خپلو ملګرو او ټیک ټاکرو صندل خټک او عایشه لخوا وایرل شوي دي.
اوس هغې یوه بله ویډیو خپره کړې ده او شکایت کوي چې د شخصي ویډیوګانو له خپرېدو وروسته یې خلک ورته سپکاوی کوي؛ خو وایي، ماته پیغورونه مه راکوئ زما خپرې شوي ویډیوګانې له کوم پردي سړي سره نه وې.