حامد کرزی: پاکستان غواړي د تبليغاتو په زور افغانستان نور هم منزوي کړي او بيا ورباندې
په افغانستان او نړۍ کې ډېرو کسانو داسې فکر کاوه چې که په دې هېواد کې د اشرف غني حکومت چپه شي نو پاکستان به د افغانستان په وړاندې يوه نېکه تګلاره غوره کړي.
خو اوس داسی ښکاري چې د پاکستان لپاره دا ډېر توپير نکوي چې په افغانستان کې د واک په ګدۍ څوک ناست دی، بلکې پاکستان په افغانستان کې د هر حکومت په وړاندې يوه ځپونکې پاليسي لري.
اوس تازه حامد کرزي ويلي دي چې پاکستان په ځانګړي ډول ددې هېواد د حکومت رهبري د افغانستان په وړاندې ډېر شديد تبلیغات کوي او ددې تبليغاتو له لوري هڅه کوي افغانستان تر دې هم زيات منزوي وکړي او بيا ورڅخه خپلې ډېرې ناسمې غوښتنې مطرح کړي.