حامد کرزي خارج ته د تګ د اجازې د ترلاسه کولو لپاره کوم ضمانتونه ورکړل؟

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی د ۱۵ میاشتو هڅو وروسته په دې بريالی شو چې د هېواد څخه بهر ولاړ شي، نوموړي څو ځل دا هڅه کړې وه چې بهر ته سفر وکړي مګر په هر ځل د اوسني حکومت کسانو د هوايي ډګر را ګرځولی و.

دی پرون د افغانستان څخه په یوه الوتکه کې عربي متحده اماراتو ته ولاړ او د هغه ځای څخه بيا پلان لري چې جرمني ته ولاړ شي.

دا چې کرزی څه ډول بریالی شو چې د کابل څخه ووځي يا څنګه د اوسني حکومت واکمنو ده ته اجازه ورکړه چې دی بهر ته ولاړ شي دا هغه پوښتنې دي چې د ډېرو هیوادوالو او شنونکو سره را پورته شوې دي.

پدې اړوند باندې کرزي ته يوې نږدې کس د طلوع ټلویزیون پخواني خبريال ته ويلي دي چې په کابل واکمنو د حامد کرزي څخه جدي ضمانتونه اخيستي دي چې هغه به بېرته هېواد ته راستونېږي او په بهر کې د خپل موجودیت به سياسي فعاليت نه ترسره کوي. خو دا چې له ښاغلي کرزي څخه دقیق څه ډول ضمانتونه اخیستل شوي ددې په هکله تراوسه پورې دقیق معلومات نه دي افشا شوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *