جنرال عليزی کرزي: وطن تا پاکستان ته ذليل کړ، کابل کې به دې د شپې -

جنرال عليزی کرزي: وطن تا پاکستان ته ذليل کړ، کابل کې به دې د شپې

پرون د پاکستان صدراعظم شهباز شريف د افغانستان په هکله ډیرې ناوړې څرګندونې وکړې دغه څرګندونو ته په افغانستان کې چا سم هم ځواب ورنکړ.

صرف حامد کرزي یوه څه سپینې خبرې وکړې چې ډېری خلکو ورباندې افرین وويل هغه شهباز شريف ته وويل چې د خپل بام واوره دې د افغانستان لوري ته نه اچوي د تر. هګرو مرکز پاکستان دی.

اوس بيا د افغانستان د پخواني پوځ مشر جنرال عليزي په یوه بيان کې په کرزي نیوکې کړې دي. او ورته ويلي يې دي چې کرزي د جمهوریت ملا ماته کړه.

په کابل کې به یې نور سياسيون هم تشويق کول او زړور کول ترڅو د جمهوریت پښې وووهي ترڅو سياسي ثبات او باور له منځه يوسي وايي دا د وطن ذليل حالت د کرزي له لاسه دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *