جعفر هاند: ګلبدین زما ډېر خوښېږي، ډېرې ښې ټوکې کوي زه خو وايم چې

افغانستان پرون د سريلانکا په وړاندې د ۳۱۴ هدف دفاع ونسوه کړی دا د افغانستان په تاريخ کې ترټولو ناکامه دفاع وه، ان د پاکستان او نورو غښتلو ټیمونو په وړاندې افغانستان د ۱۵۰ څخه د ښکتو منډو دفاع تر ډېره کړې وه مګر نن یې د ۳۰۱۴ منډو دفاع ونشوه کړی‌.

پدې لوبو کې د کرکټ خپلواک مبصرین وايي چې ګلبدین نایب يو ترټولو بې کفایته لوبه وکړه‌. ګلبدین نایب د خپلو لسو کلونو په ټولو لوبو کې په دوه لوبو کې ښه ځلیدلی او ځينې کسان غواړي چې ګلبدين ده ته پدې دوه ځله لوبیدو شل کاله نور وخت ورکړل شي.

د امريکا غږ خبريال جعفر هاند چې هڅه کوي هم ټول کرکټ لوبغاړي، مافیا واله او خودخواه ګان د ځان څخه خوشحاله وساتي د بل لوري دا هم غواړي چې افغانان یې د يو حق پرست او وطن مين خبريال په توګه وپېژني، نوموړي چې د ګلبدين نايب راتلو ته خاص کمپائن کړی و هغه یې بيا بيا مطرح کړی و پرون د لوبې د بایللو سمدلاسه په فېسبوک کې کومېنټونه بند کړل او محدود کومېنټونه چې افغانانو کړي و د هغه بلاک کړل یې هم چټک کړل.

ده وړاندې د ګلبدین د مطرح کولو لپاره ډول ډول مسايل موضوع کړې وې يوه ورځ یې ويل چې ګلبدين شخصیت زما ډېر خوښ دی وايي ډېرې ښې ټوکې کوي تل خاندي.

ګلبدین هم د سپین سترګی حد کړی دی ښه پوهېږي چې لوبه نشي کولای ماشومان ورباندې څلوریزې او شپږیزې وهي خو بيا هم هڅه کوي ټيم ته د هر سوروي او غار څخه دننه شي د ملي ګټو د هېواد د نوم د افغانانو د احساساتو ورسره يو افغانۍ غم هم نشته بس چې دی ولوبیږي او ډالر واخلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *