جعفر هاند د نوین الحق او ويرات کولي د جنجال اصلي سبب افشا کړ - Ht

جعفر هاند د نوین الحق او ويرات کولي د جنجال اصلي سبب افشا کړ

په لوبې کې د هندي لوبغاړي ویرات کوهلي او افغان لوبغاړي نوین الحق ترمنځ له شخړې وروسته د لوبې ریفري ویرات کوهلي ۱۰۰ سلنه جریمه کړی او د ورزشي اخلاقو څخه د سرغړونې دویمه درجه سزا هم ورکړل شوې ده. معمولآ هغه لوبغاړي چې په لوبه کې ډېر ملامت وي او لفظي/فزیکي شخړه یې پیل کړې وي، د لوبې ۱۰۰ فیصده حق الزحمه ترې اخیستل کېږي او سزا ورکول کېږي. له نوین الحق څخه بیا ۵۰سلنه حق الزحمه اخیستل شوې ده، چې هغه به هم د لوبډلې مدیریت ورکوي. د سزا کچې ته په کتو، ښکاري چې ډېر ملامت ویرات کوهلي دی.

جعفر هاند د نوین الحق او ويرات کولي د جنجال اصلي سبب افشا کړ

لانجه کله او څنګه پیل شوه؟
نوین الحق چې کله ویرات کوهلي ته توپ اچوونه کوي، ارام وي او آن مخامخ هم نه ورته ګوري. معمولآ بالران د توپ وهونکو د پارونې لپاره، چې تېروتنې ته یې اړ باسي، ځینې حرکتونه او پاروونکې خبرې/سلجینګ کوي. دا په کرکټ کې عادي خبره ده، خو نوین ښکاري چې هېڅ ډول اقدام او خبره نکوي. مګر، کله چې نوین الحق بیا توپ وهنې ته راځي، ویرات کوهلي خپل توپ اچوونکي سراج ته د نوین په اړه خبرې کوي. نوین دا خبرې اوري او ویرات کوهلي ته حیران حیران ګوري. شاید فکر یې کړی وي، چې دومره شهرت او غټ نوم او داسې خبرې؟ د ویرات د لاسونو او سترګو د حرکاتو او خولې له خوځېدو او مخ له تاثر څخه ښکاري چې هغه په غوصه دی، ولې؟ علت یې لا معلوم نه دی.
پاروونکې خبرې عادي دي، خو کله چې دا خبرې شخصي، نژادي، قومي، مذهبي او فزیکي حریم ته داخل شي، هغه سپکاوی او د کرکټ د نړیوالو قوانینو او اخلاقو خلاف دي چې مرتکب یې جریمه کېږي. ویرات کوهلي هم جریمه شو.

له لوبې وروسته، ویرات کوهلي ښکاري چې د نوین الحق د لوبډلې له روزونکي ګاتم ګمبیر سره د لاس روغبړ کوي خو مخامخ یو بل ته نه ګوري. داسې ښکاري چې دوی د یو بل لاسونو ته هم بې خونده ټکان ورکوي. په کتار کې نوین الحق هم روان وي. نوین ښکاري چې کوهلي ته عادي لاس ورکوي، کوهلي ‌ته نه ګوري او ترې تېرېږي، خو کوهلي ورته څه وايي او نوین یې هم ځواب ورکوي، بیا نور لوبغاړي یې په منځ کې ور ودانګي او سره یې بیلوي.

لږه شېبه وروسته، د نوین روزونکی ګاتم کمبیر ویرات کوهلي ته ورځي او په ویرات ګوهلي باندې په قهر وي. ویرات هڅه کوي چې څه ووايي خو ګمبیر ورته خبرې کوي او ګوته خوځوي. د دوی له خبرو معلومېږي چې یو بل ته تند غږېږي او ګاتم ګمبیر ظاهرآ په ویرات کوهلي باندې په غوصه دی. ممکن د خپل لوبغاړي نوین الحق ننګه یې کړې وي.

دا مسئله څومره غټه ده؟
په لوبې کې کله ناکله داسې مسائیل پېښېږي، خو اصول او قوانین شته چې سلامت او ملامت معلوم کړي. شک نشته چې ویرات کوهلي غت لوبغاړی او د کرکټ غټ نوم دی، مشهور دی او په هند کې ورته ځینې خلک نعوذبالله د خدایۍ درجه هم ورکوي. شتمن دی، په کرکټ کې راج چلوي او ……. مګر د داسې یو لوی لوبغاړي څخه توقع دا وي چې له ځوانو لوبغاړو سره نرم چلند وکړي او خوش اخلاق وي. مجرب لوبغاړي ځوانانو ته نمونې وي، ځوانان یې په پل قدم ږدي، چې مشران بې لارې شي، کشران څه ملامت.
په دې کې هم شک نشته چې نوین الحق ځوان دی، ځینې وخت به احساساتي کېږي او بیا کله چې انسان بده خبره واوري، تحقیر شي او یا سپکاوي ورته وشي، سخته ده چې حوصله وکړي. دلته هم همدا خبره ده. په دې هیله چې زموږ ځوان لوبغاړي هم خپلې حوصلې نورې هم زیاتې کړي. په دې قضیې کې زه شخصآ، د لوبې د ریفري د پرېکړې طرفدار یم او کوهلي ډېر ملامت ګڼم.

د کوهلي شهرت او نورو مسائیلو ته په کتو ممکن په نوین الحق باندې ځينې فشارونه وي، شاید د لوبډلې مدیریت او مالکان یې هم دا فشارونه احساس کړي، خو د لوبې ریفري دې خیر یوسي چې قوي جرات یې کړی او د ویرات کوهلي په جریمه کولو سره یې قضیه څه ناڅه روښانه کړې ده. په دې هیله چې دا قضیه په همدې پرېکړې سره همدلته ختمه شي او د هند مطبوعات، کرکټ بورډ او د آی پي ال د تنظیم ادارې کوم بل داسې څه ونکړي چې د افغان مینه والو زړونه مات کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *