جرمني کې یوه ډاکټر پخپل جن.سي غړي زهر وهلي او بيا د خپلې ښځې سره د -

جرمني کې یوه ډاکټر پخپل جن.سي غړي زهر وهلي او بيا د خپلې ښځې سره د

په ۲۰۱۹ م کال کې په جرمني کې اوسېدونکی ډاکټر اندرياس ډاويډ د يوې ښځې د قت. ل په تور ونيول شو، نوموړي په داسې شکل د يوې ښځې ژوند ته د پا. ی ټکی اېښی و چې قاضي او ټول خلک یې په محکمه کې حيران کړل خو ددې کيسې شاته لا نور داستان پروت و، محکمې نن دده په هکله غوڅ او وروستنی حکم په داسې حال کې اعلان کړ چې ده پخپله په خپلو ټولو جرمونو باندې اعتراف وکړ.

نوموړي پخپل جن. شي غړي باندې په لوړه کچه يو ډول مضر مواد وهلي و او بيا یې د خپلې ملګرې سره د خولې له لا. رې جن. سي اړيکه نيولې وه په دې ډول یې خپله ملګرې وژ. لې وه، محکمې نن د نوموړي په هکله وروستۍ پرېکړه اعلان کړه.

په دغه پرېکړه کې راغلي دي چې ډاکټر اندرياس به نهه کاله په زندان کې تېروي او ورسره به د مقتو. لې ښځې کورنۍ ته پينځه ويشت زره یورو تاوان ورکوي ددې سره سره به د وفات شوې ښځې د جنازې ټول مصارف هم ادا کوي.

د نوموړي په هکله د پرېکړې له اعلان وروسته په ټولنيزو رسنيو کې د هغه په هکله ډول ډول تبصرې وشوې عموماً خلک حيران و چې يو ډاکټر په څومره بده کچه د خپل مسلک څخه غلطه استفاده کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *