جالب: دوه خویندو په یوه ورځ د يوه هلک سره واده وکړ، دوی دواړو ځکه د يوه هلک سره

په هند کې دوه غبرګې يا جوړه پیدا شوې خورانې نه غواړي د يو بل څخه لرې وي، دوی چې يوه يې رينکي او بله پينکي نومیږي د يوې هګۍ جوړه پيدا سوې غبرګوني دي وايي له کوچني والي څخه هېڅکله د يو بل څخه حتی يوه ورځ هم لرې نه دي پاتې شوې.

له همدې کبله اوس چې دوی پیغلې شوې دي نو که کومه یې واده کوي نو د يو بل څخه د جدا کېدو سره مخ کېږي ددې لپاره دوی یوه ډېره جالبه حل لاره پیدا کړې ده.

او دواړو خویندو د یوه هلک سره واده کړی دی. دوی دغه هلک چې اتول نومېږي په یوه شفاخانه کې ليدلی و او د همغه ځایه ورسره شناخته شوې وې.

که څه هم دوی دواړو په ځایي رواج سره واده وکړ مګر د واده قانوني سند د هند د اساسي قانون په بنسټ باندې صرف يوه کس ته ورکول کېږي نو دوی دواړه د قانوني واده په وړاندې د یوه لړ جدي ستونزو سره مخ دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *