جالبه پېښه: لس مياشتې وروسته پوه شوه چې خاوند یې نارینه نه، بلکې يوه ښځه ده -

جالبه پېښه: لس مياشتې وروسته پوه شوه چې خاوند یې نارینه نه، بلکې يوه ښځه ده

په اندونيزيا کې يوه ډېره جالبه پيښه شوې ده، يوه مېرمن چې اوس پوليسو له قيد څخه خلاصه کړې د خپل واده يو جالب داستان بيانوي او د خپل خاوند په هکله وايي چې لس مياشتې وروسته پوه شوه چې خاوند یې نارینه نه بلکې يوه ښځه وه. دې د انټرنټ له لارې ددې نجلۍ سره شناخت پيدا کړی و او يادې نجلۍ ورته ځان نر معرفي کړی و.

دا مېرمن وايي چې دې نجلۍ ورته ځان يو جراح ډاکټر معرفي کړ او ورته ويل یې چې زده کړې یې په امريکا کې کړې دي، وايي وروسته یې د ملا په توسط سره غیرې رسمي نکاح وکړه.

دا زیاتوي چې له خاوند څخه يې څو ځل غوښتنه وکړه چې د رسمي نکاح لپاره خپل اسناد راوړي خو ځان به یې تېراوه، وروسته یې وايي زه د خپل کور لرې د چکر په بهانه يو بل کورته يوړم او هلته یې وتړلم زما د کور څخه يې طلا او نور شيان غلا کړل.

دا ښځه وايي د کور. والي په مهال همدې نجلۍ چې ځان یې نارينه معرفي کړی و ددې سترګې ورباندې تړلې او ډېر وخت له یې د لاس څخه کار اخيسته او دا به یې په هغه ډول تسکين کوله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *