جالبه؛ دوو ښځو خپل خاوند سره ویشلی دی
تاسو به د پیسو، ځمکې او نورو د ویش په اړه اوریدلي وي او له دې حالتونو به تیر شوي هم وئ، خو کله به مو د د میړه د ویش خبره نه وي اوریدلي.
د هند په بهار ایالت کې د دوو مېرمنو تر منځ د مېړه د بېلېدو یا ویش په زړه پورې پېښه مخې ته راغلې او جالبه دا چې دا پرېکړه د جرګې یا دوه اړخیز رضایت له مخې نه ده شوې، بلکې پولیسو کړې ده.
په بهار کې د پورنیه پولیسو د کورنۍ مشورې مرکز، د دغه دوو میرمنو میړه ته لارښوونه کړې چې ۱۵ ورځې دې لومړۍ او ۱۵ ورځې دې دویمې میرمنې سره پاتې شي.
له دې پرېکړې وروسته اوس باید د دغه ښځو میړه هره میاشت ۱۵-۱۵ ورځې له دواړو مېرمنو سره پاتې شي. بلخوا راپور وایي، د بهانی پور د سیمې یوې ښځې پر خپل میړه تور پورې کړی، چې د هغه واده شوی او د شپږو ماشومانو پلار دی.
دغې ښځې په تورن د دهوکې او دویم واده تور پورې کړی او ویلي یې چې نه غواړي نور له خاوند سره ژوند وکړي.