ترکی ملا؛ دا چې زما زياتې ښځې خوښېږي د خلکو بد اېشم، ۵۴ ښځې -

ترکی ملا؛ دا چې زما زياتې ښځې خوښېږي د خلکو بد اېشم، ۵۴ ښځې

عدنان اوکتار چې يو ترکی ملا او سياسي اسلامګرا و ددې هېواد ( ترکیې) له لوري کال مخکې ونيول شو، نوموړي د ځان سره په لسګونه ښځې ساتلې وې يو تلويزون یې درلود او پدې کې به یې ډول ډول پروګرامونه چلول ځان یې مهدي اعلان کړی و او ويل به یې چې اسلام به دی له ټولو اوچتوي او ټوله نړۍ به مسلمانوي، هغه به ويل چې اسرايل به هم مسلمانان کېږي او يو قوي اسلامي امپراتوري به رامنځته کېږي.

تېر کال د ترکیې پوليسو نوموړی په زور د ځينو ښځو د ځان سره ساتلو، د غیرې قانوني پيسو په لېږد او نورو ډول ډول پلان شویو جرمونو باندې تورن کړ او ویې نيوه. دده د نیولو وروسته ډېرې هغه نجونې ازادې شوې چې ده د خپل ځان سره ساتلې، له دې ازادو شویو ښځو څخه ځينو پخپلو اعترافونو کې وويل چې دوی په زور بندي شوې وې او که چېرې د همدې ملا له څنک څخه تللې يا تښتېدلې وی نو خپله کورنۍ او ځان یې دواړه په خطر کې و.

ويل کېږي دې کس به‌ ددې ښځو کورنۍ ګواښلې، د همدې ښځو نا. سمې ويډيو ګانې به یې ثبت کولې او بيا به یې دا ښځې تهدید کولې او په دې طريقه به یې دوی د ځان سره ساتلې.

ځينې ښځو دا هم ويلي دي چې د ډېری ښځو همدې ترکي ملا جن. سي اړیکې ټينګولې او نور به یې ډول ډول استفاده ورڅخه کوله، اوس چې نوموړی پوليسو نيولی دی محکمه يې دوام لري او ډول ډول دعوې او تورونه ورباندې لګول شوي دي د ځان ددفاع په شکل وايی چې دی د ځينې کسانو ځکه نه خوښېږي چې دده ښځې زیاتې خوښېږي. نوموړی وايي چې بيا به هېڅکله د مهدي توب دعوه ونکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *