ترکيې افغانانو ته یو لوی زېری ورکړ پوره سل -

ترکيې افغانانو ته یو لوی زېری ورکړ پوره سل

د ترکیې د سرې مياشتې ټولنې اعلان کړی دی چې د افغانستان د پکتيکا ولايت په زلزله ځپليو سيمو کې سل کورونه جوړوي.

ددې ټولنې له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي چې دا سل کورونه به هغه کسانو ته ورکړل شي چې کور یې په زلزله کې په بشپړ ډول وران شوی وي.

په اعلاميه کې راغلي دي چې دا کورونه به مخکې له دې چې سخت ژمی پيل شي بشپړ جوړ شي او د زلزلې قربانيانو تسلیم شي.

د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې راشد خان هم اعلان کړی و چې ددې سیمې د زلزله ځپليو خلکو لپاره يو څو عدده کورونه جوړ کړي‌.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *