تالبان د پاکستان د موخو لپاره هر کم

د افغانستان د پرزول شوي جمهوري نظام يوه مهم چارواکي غلام فاروق وردګ چې له هېواده بهر دی، د بيرته ستنيدو ضمني تمايل څرګند کړی دی.

پر ښاغلی وردګ، چې د حامد کرزي او اشرف غني په کابینو کې وزیر و، د مالي فساد ګڼ تورونه هم ور پورې دي.

نوموړي په يوه اعلاميه کې د تالبانو د کابینې له لوري د بهر مېشتو افغان شخصیتونو د ستنولو کميسيون د جوړيدو هرکلی کړی او ویلي:«‏هېواد ته د افغانانو د باعزته ستنېدو او له دوی سره د تالبانو د اړیکو د کمیسیون ایجاد د زړه له تله ستایم او د دې ابتکار هرکلی کوم.»

فاروق وردګ زیاتوي:«په حقیقت کې سیاسي ثبات، د نظام ټینګښت، د هغه موثریت، افادیت، استمرار، ملي او جهاني مشروعیت د همداسې سالمو او معقولو کړنو مستلزم وي.»

فاروق وردګ د افغانستان په اړه په ۲۰۰۱ کې د بن غونډې ته د تالبانو او د حکمتیار د حزب اسلامي پر نه بللو نیوکه کړې او دا دوه ډلې یې د هېواد «دوه لوی منل شوي جهتونه» ګڼلي دي.

خو وردګ، چې خپله هم د جمهوري نظام او په خاص ډول د حامد کرزي د ۱۳ کلنې ولسمشرۍ یو له اصلي او پريکړه کوونکو چارواکو څخه و، په دې برخه کې د خپلې ناغيړۍ او ملامتۍ په اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده، چې فاروق وردګ شاوخوا ۱۰ کاله مخکې د بي بي سي فارسي ټلویزیون له «به عبارت دیګر» خپرونې سره په یوه مرکه کې تالبان د پاکستان د موخو لپاره جنګیدونکي جنګیا لي ګڼلي وو.

دا مرکه په دې پته ياد شوي ټلويزيون تېر کال يو ځل بيا پر خپلې یوټیوب پاڼې خپره کړې وه:

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *