تازه څېړنه: زيات کور.والی د ښځو ښکلا زياتوي او ورسره ددوی

کور.والی د ښځو ښکلا نوره هم زياتوي، د کور. والي په جریان کې د ښځو په بدن کې د اوستروجن د هورمون کچه په شدت زیاتېږي، د استروجن هورمون په ښځو کې د وېښتانو د تازه کېدو د پوستکي د نرمېدو سبب کېژي، پدې هکله طبي متخصصين وايي چې د استروجن هورمون په زیاتېدو سره ښځې نورې هم ځوانې او جذبې ښکاري.

کور. والی ددې سبب کېږي چې د ښځو په بدن کې د سېراتونین هورمون تولید زيات شي، دا هورمون د انسان د خسته ګۍ د لرې کولو لپاره ترټولو غوره وسیله ده. دا هورمون روحی او ذهني خوشحالي رامنځته کوي چې د ښځو جذابيت ورسره زیاتیږي.

ددې ترڅنګ کور. والی د ښځو نارينه و ددواړو لپاره نورې د پام وړ ګټې هم لري د مثال په ډول د بوی کولو حس قوي کوي، خسته ګي رفعه کوي. د بدن دفاعي سيستم غښتلي کوي.

مګر ددې هرڅه سره سره په دې کار کې بايد افراط ونشي ځکه که چېرې زیات ترسره شي نو ګټې خو یې هسې له منځه ځي بلکې د بې وخته ناروغيو سبب هم کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *