تازه: پوتين مخامخ د امريکايي اهدافو د په نښه کولو اجازه ورکړه

د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین امريکا ته خبرداری ورکړی چې د اوکراین ته د‌ دفاعي توغنديو د ورکړې په صورت کې به دا توغوندي په مستقيم ډول په نښه کړي.

د روسي رسنیو د راپورونو په بنسټ دا توغندي به اوکراين ته د انتقال په مهال په نښه شي، په امريکايي دفاعي توغنديو په داسی حال کې بريد کول چې امريکا یې اوکراین ته انتقالوي د امريکا او روسيې ترمنځ د مخامخ جګړې احتمال زيات کړی دی.

روسيه اوس مهال په ځمکني جنګ کې د اوکراین په وړاندې شاتګ ته اړ شوې ده او يوازې د هوايي بريدونو او توغندیو په توغولو سره اوکراین په نښه کوي. د امريکا له لوري اوکراين ته د‌هوايي دفاعي سيستم د ورکړې په صورت کې دا احتمال زياتېږي چې روسيه دې د يوې بشپړې ماتې سره مخ شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *