تازه: د نړۍ ترټولو لوی هوايي ډګر وتړل شو، په هوا کې

د ايرلنډ ترټولو لوی هوايي ډګر دوبلين تېره ورځ د ډرون الوتکو د پروازونو له کبله بند شو. پرون ددې هوايي ډګر په ۵ کيلومتری کې د پرون الوتکو پروازونه تثبيت شول چې ورسره سمدلاسه هوايي ډګر ته تلونکی او راتلونکي ټول پروازونه لغوه شول.

د هوايي ډګر مسولينو ويلي دي چې په دې وروستیو کې ددې ډول پیښو سره زيات مخامخ کېږي او له دولت څخه هيله کوي چې د ډرون الوتکو د مدیریت يو ځانګړی دولتي بنسټ جوړ کړي او ورسره د بې اجازې الوتنو فاعلینو ته سخته سزا ورکړي.

نن دغه هوايي ډګر بېرته په نورمال ډول د پروازونو په وړاندې پرانیستل شوی دی خو دا وېره اوس هم شته ده چې په دې شاوخوا کې بيا د پرون الوتکې ونه ليدل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *