تازه خبر: د چين ولسمشر خپل پوځ ته د تيارسۍ امر ورکړ هره شېبه په -

تازه خبر: د چين ولسمشر خپل پوځ ته د تيارسۍ امر ورکړ هره شېبه په

پرون د امريکا ولسمشر ښاغلي جوبایډن په یوه وینا کې په ښکاره وويل چې په ټايوان باندې د چین د بريد په صورت کې به د امريکا پوځ په مستقيم ډول د ټايوان څخه دفاع وکړي.

د ښاغلي جوبایډن له دې خبرو وروسته د چین ولسمشر شي جين پينګ خپل پوځ ته امر ورکړ چې د تيارسۍ حالت ته واوړي، ښاغلي شي خپله ته په یوه مختصره وینا کې ويلي دي چې د چين د ځمکنۍ بشپړتيا لپاره به خپل ټول قدرت په کار اچوي.

چين دعوه کوي چې ټايوان یې د خاورې یوه برخه ده خو د ټايوان خلک او حکومت بيا ځان خپلواک دولت او ملت بولي، د چین حکومت وايي د ټايوان خلک د تبليغاتو ښکار شوي دي ځکه چې د چين سره يو ځای والی نه غواړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *