تازه: بلوڅ بېلتونپالو پاکستانۍ الوتکه رانسکوره کړه ټول ټول پکې -

تازه: بلوڅ بېلتونپالو پاکستانۍ الوتکه رانسکوره کړه ټول ټول پکې

بلوچستان د پاکستان لپاره په ځانګړي ډول ددې هېواد د پوځ لپاره هېڅکله خوندي ځای نه و په دغه سيمه کې تل د پاکستان د پوځ ته وړاندې مقاومت، نا رضایتی او شکايت شتون درلود.

ددې سیمې خلک ترټولو غريب او ځپل شوی خلک دي، دلته د پاکستان پوځ څو ځل سخت پوځي عمليات هم کړيدي چې ډېر خلک پکې زيانمن شوي دي او بار بار یې د مرستې غوښتنه کړې ده.

اوس تازه په دې سيمه کې د پاکستان د پوځ و هلیکوپتر ویشتل شوی دی چې پکې د دوه پیلوټانو په شمول شپږ کسان له منځه تللي دي، ځینو رسنیو خبر ورکړی چې دا الوتکه بلوڅ بېلتونپالو رانسکوره کړې ده ځینې رسنیو بيا ويلي چې دا الوتکه پخپله رانسکوره شوې ده‌.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *