تازه: اماراتو کې د اشرف غني او امریکايي ځانګړي استازي ترمنځ د ليدنې مهم خبر راغی

ځینې رسنیو داسې خبرونه خپاره کړي دي چې د افغانستان د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني له لوري په اماراتو کې د امريکا د ځانګړي استازي ټام وېسټ سره د ليدنې غوښتنه شوې ده.

ددې خبرونو په بنسټ د ټام وېسټ له لوري د اشرف غني دا غوښتنه نه ده منل شوې.‌ د بل لوري اشرف غني ته نیږدې هېڅ ډول سرچینې دا خبر نه دی تائید کړی.

د امنیت شورا پخواني کار کوونکي چې د اشرف غني له اطرافو سره نېږدې اړیکې لري ويلي دي چې اشرف غني د ټام وېسټ سره د ملاقات کومه غوښتنه نه ده کړې. نوموړي ويلي دي چې اشرف د خارجیانو سره د ملاقاتونو په بنسټ د افغانستان په سوکالۍ باور نلري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *