تاج ملوک؛ افغان کرکټ ټيم مې تر دې ځايه راورساوه خو اوس

تاج ملوک علم د افغانستان د کرکټ له بنسټګرانو څخه دی، افغانان د افغانستان د کرکټ لپاره د هغه هڅې ستايي او په دې هکله مني چې تاج ملوک د افغانستان د کرکټ په هکله خپل وطني مسولیت ادا کړي دی، خو دا هم د يادولو ده چې افغان کرکټ هم تاج ملوک ته ډېر څه ورکړي او ده ددې پوره امتیاز اخيستی دی.

افغانان نوموړي ته ځکه په غوسه دي چې هغه د افغانستان د ملي سرود ته درناوی نه کوي او د افغانستان د ملي سرود د ويلو په مهال ددرناوي لپاره نه پاڅېږي او دا د ديني عقايدو خلاف بولي.

نوموړي اوس ويلي دي چې د افغانستان کرکټ ټيم يې په ډېرو سختیو ته دې ځايه را رسولی دی ډېر پیغورونه او بدې ورځې یې ليدلي دي او نن دادي افغانستان په نړیوال جام کې لوبېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *