بلاخره کرزي شهباز شريف ته مناسب غبرګون وښود د افغانانو زړونه یخ شول وايي

په ملګرو ملتونو کې افغانستان بې استازي دی، د افغانستان اوسني واکمن نړۍ نه مني او هېڅ هېواد تيار نه دی چې دوی د افغانستان د خلکو د حکومت او استازو په صفت ومني له همدې فرصت څخه په استفادې په ملګرو ملتونو کې د پاکستان صدراعظم په افغانستان سخت تورونه پورې کړل.

په کابل کې واکمنې ډلې ددغو تورونو په وړاندې د اوږدې چوپتیا وروسته يو ډېر نرم غبرګون وښود، دومره نرم غبرګون چې د ان د پاکستان د نوم اخيستلو څخه هم پکې وېره وه، په داسې حال کې چې د پاکستان صدراعظم په افغانستان مستقيم بريد وکړ مستقيم یې په بد نیت او د تخریب په الفاظو په افغانستان نيوکې وکړې خو په کابل کې د واکمنې ډلې د خارجه وزارت دومره نرم اعلامیه خپره کړې چې د يو دولت څه د يوې ډلې سره هم نه ښايي.

تازه حامد کرزي د پاکستان د صدراعظم څرګندونو ته مناسب غبرګون ښودلی دی، حامد کرزي په یوه بيان کې ويلي دي چې افغانستان د تر.‌هګرو مرکز نه دی بلکې پاکستان د نړيوالو تر. هګرو مرکز دی. د افغانستان ټولې دښمنې تر.هګرې ډلې په پاکستان کې جوړې سمبالې او و روزل شوې.

په ټولنيزو رسنيو کې افغانانو يو ځل بيا د پخواني حکومت په مشرانو شکر اېستی او اوس اوسني واکمن یې د يو هېواد د ادارې نه دي بللي دوی یې سرکوزي بللي دي.

تر دې وړاندې ددې ډلې ريس الوزرا همداسې ټيټ سر لکه په لويه ګناه چې ګير شوی وي د پاکستاني هيئت په وړاندې ناست و چې افغانانو دا د خپل شان سپکاوی بللی و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *