برتانوۍ ښځې افريقا ته ځي او هلته د کور.والي په مقابل کې ځوانو افريقايي نارينه و پیسې ورکوي او وروسته

په دې وروستيو کې د سياحت لپاره افريقايي هېوادونو ته تللو برتانوي مېرمنو په دې هېوادونو کې له سياحت او چکر هخوا نورو کارونو ته شروع کړې ده، داسې کارونه چې هم یې ددې هیوادونو خلک هم حکومتونه په غوسه کړي دي ځکه دوی افريقايي هېوادونو ته په دې بهانه ورځي چې هلته چکر وهی خو کله چې ولاړی شي هلته بيا نورو داسې کارونو ته شروع کوي چې سړی یې په بيانولو باندې هم شرمېږي.

ډېری د پاخه عمر لرونکې برتانوي مېرمنې افريقايي هېوادونو ته ځي په ځانګړي ډول ګامبیا ته ددې لپاره چې هلته د ځوانو افريقايي نارينه و سره جن. سي اړیکې ټینګې کړي دوی دې افريقايي ځوانانو ته پيسې هم ورکوي خو اوس په دې هېواد کې خلک له دې کار څخه شکایت کوي‌.

خلک په ځانګړي ډول ددې هېواد ځايي ښځينه وايي چې نارينه يې د پيسو لپاره د برتانوي مېرمنو سره يو ځا‌. ي کېږي چې دا ددوی د کورنۍ اړیکې کمزورې کوي او د افريقايي ملتونو کورنی جوړښت له سخت زيان سره مخ کوي ځینې نارينه خو بيا همداسې له دې مېرمنو سره برتانيې ته ځي.

د بل لوري د ګامبیا هېواد چارواکو پرون ويلي دي چې دې کار دوی هم اندېښمن کړي دي ددې هېواد د بهرنيو چارو وزارت په برتانوي چارواکو غږ کړی دی چې په دې هکله دې تدابير ونيسي ځکه دوی د برتانوي مېرمنو له دې کار سره مخالف دي او ورڅخه ناراضه دي.

ځينو برتانوي مېرمنو چې دغه هېواد ته د همدې کار لپاره تللې وې د ګامبیا هېواد د چارواکو له دې کار څخه شکایت کړی دی او ويلي يې دي چې دوی په ګامبيا کې د هرڅه پيسې ورکوي نو دا ډول شکايت بې ځایه دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *