برتانوۍ مېرمن صرف په مصري نارينه و مينېږي، يوه طلاق کړه اوس یې بل وکړ وايي د مصر نارينه بل ډول

د جونا په نامه برتانوۍ مېرمن په لومړي ځل په ۲۰۱۸ م کال کې مصر ته د چکر لپاره ولاړه، هلته په لومړي ځل د خالد په نامه د یوه کس سره شناخته شوه، ددې کس سره یې ملګرتیا په مينه بدله شوه او پلان یې ونیوه چې د همدې کس سره واده وکړي، ددې لپاره يې په انګلستان کې خپل مېړه پرېښود او د خالد سره یې د واده تياري پيل کړه.

ددوی دواړو ګډ ژوند پيل شو څه موده وروسته د جونا پيسې خلاصې شوې او بېرته انګلستان ته ولاړه، خو کله چې انګلستان ته ورسېده نو همدې مصري ملګري يې ورته مسج وکړ چې ته ډېره چاغه او بدرنګه يې او ماته بيا هېڅکله مسج ونکړې او نه هم بيا زما د ليدلو لپاره راشې.

د ۲۰۱۹ م کال په وروستيو کې جونا بيا مصر ته ولاړه او دا ځل یې په مصر کې په يوه برتانوي ښوونځي کې کار پيل کړ، په دې موده کې دغلته بيا د ميصم په نامه يو ځل بيا د يوه نوي مصري ځوان سره ملګرې شوه، ددوی ملګرتيا په مينه بدله شوه او دا يې دوهم کال دی چې يو ځای ژوند کوي.

دوی اوس برتانيې ته تللي دی او هلته یې د ځان لپاره يو نوی ژوند پيل کړی دی. جونا وايي چې دوي دواړه د يو بل سره ډېره مينه لري په هر فرصت کې د يو بل سره جن. سي اړيکه ټینګوي او اوس حامله ده په تمه ده چې ماشوم یې دنيا ته راشي وايي مصري نارينه ترټولو قوی نارينه دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *