برتانوۍ ماډله؛ بده خاطره مې داده چې د اوبو لاندې مې کور.والی وکړ او زما پکې -

برتانوۍ ماډله؛ بده خاطره مې داده چې د اوبو لاندې مې کور.والی وکړ او زما پکې

اپولينا د‌‌ انګلستان له مشهورو ماډلانو څخه ده، هغه چې صرف ۲۲ کاله عمر لري په ټولنيزو رسنيو کې فعال حضور لري او په لکونو مينوال لري، نوموړې يوازې په ټيک ټاک کې له شپږ لکو څخه زيات څارونکي لري، دا چې په اصل کې د انګلستان ده مګر خپل ډیر وخت د امريکا په متحده ايالاتو کې تېروي، نوموړې اوس زيات شهرت لري نو له همدې کبله يې عايد او ګټه هم زياته ده.

هغه که څه هم د خپلې ګټې په هکله تراوسه پورې هغه په واضح ډول خبرې نه دي کړې خو‌ په رسنيو کې د خپروو شویو معلوماتو په بنسټ کوم چې زيات د هغه شرکتونو څخه ترلاسه شوي دي چې دې پکې د اعلان لپاره کار کړی دی نوموړې د مياشتې ۴ لکه ډالر ګټه لري.

هغه د‌ خپل شخصي ژوند په هکله ډیرې خبرې واضح کوي، د خپل شخصي ژوند اړوند انځورونه ويډيو ګانې تل د منیوالو سره شریکوي، دې په دې وروستيو کې د خپل شخصي ژوند د يوې تجربې په هکله ويلي دي چې په ژوند کې يې بده خاطره دا وه چې د اوبو لاندې يې کور. والی کاوه او د اوبو د زياتوالي له کبله ډیره لاندې په اوبو کې پاتې شوه او ساه یې بنده پاتې شوه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *