برتانوۍ سندرغاړې: د خپل بدن څخه به مې نفر.ت کاوه، ځکه سينې مې

د انګلستان مشهورې سندرغاړې بېلي ايليش د خپل ژوند له ترڅو خاطرو پرده پورته کړې ده، دې په یوه مرکه کې ويلي دي چې داسې وخت ورباندې راغلی و چې د خپل بدن څخه یې نفر. ت کاوه، د نوموړې په خبره دې خپل بدن نه خوښاوه او داسې يوه سرګرداني یې په غاړه وه چې ددې ژوند یې تياره کړی و.

نوموړې وايي چې قد یې ټیټ و او سينې یې هم لويې وې، کله به یې چې په آئينه کې ځانته وکتل نو ځان به ورته سخت بد ښکاریده او په ځان به شرمېده، دا چې اوس ۲۱ کاله عمر لري او د هالیوډ او ميوزيک د جامعې په مشهوره څېره بدله شوې ده خلکو ته سپارښتنه کوي چې د بدن په هکله د خلکو خبرې جدي مه نيسی.

کارپوهان وايي د ټولنيزو رسنيو او انټرنټ په عامېدو سره اوس په ځوانو نجونو کې دا هوس او شوق زيات شوی دی چې خپل ځان د تورو پرتله کړي او په دې شکل د ځان څخه نفر. ت پيل کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *