باور نشي کولای؛ زياتې وريجې خوړل څلور خطرناک زيانونه لري يو يې

په وریجو کې د نورو موادو په نسب زیات ارسنیک موندل کېږي کوم چې یو کیمیاوي خطرناک عنصر دی که چېرې وريجې په پرلپسی ډول په زياته اندازه پرته له کوم نوښت څخه مصرف شي نو په بدن کې د ارسنیک په زیاتیدو سره د عصبي مشکلاتو پېښېدل امکان لري.

په وریجو کې قندی مواد ښه پرېمانه شتون لري کوم چې کولی شي د زيات مصرف په صورت کې د شکر د ناروغۍ احتمال رامنځته کوي ورسره زياتې وريجې خوړل د وزن په زياتېدو کې هم د پام وړ تاثير او برخه لري.

 

د وریجو له حد څخه زيات خوړل ددې سبب کېږي چې په بدن کې د ځينو مهمو موادو جذب راکم شي يو له دې څخه ويټامين اې دی.

ددې ترڅنګ زياتې وريجې خوړل انسان ټمبل کوي، تمرکز کموي غيرې سالم وزن رامنځته کوي او په بدن کې د انسولین په وړاندې مقاومت پيدا کوي چې بيا شکر په وينه کې زياتېږي او حجرو ته نه جذب کېږي چې د انرژۍ په توګه وکارول شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *