باور مو نه کېږي خو د پيسه دارې نجلۍ سره واده کول دغه ۳ زيانونه لري

کېدی شي د ډېرو کسانو لپاره دا خبره غیرې واقعي ښکاره شي چې د پيسه داره نجونو سره واده کول ځینې ناوړه زیانونه او پايلې هم لري. خو حقيقت دادی چې کله واده وشي څه وخت وروسته دا دری ستونزې دي چې يو کس ورسره ډېر کله مخ کیږي.

لومړی مشکل دادی چې په زړه کې خو ښځه پوهېږي چې دې کس ورسره د پيسو لپاره واده کړی دی له همدې کبله هېڅکله خپل خاوند ته داسې د زړه څخه احترام نلري او تل یې يو داسې نارينه ګڼي چې احتیاج او ددوی کاسې ته ناست دی.

دا چې په دې اړيکه کې واقعي مینه او درناوی شتون نلري نو څه موده وروسته کورني جنجالونه خپل اوج ته رسېږي ښځه خاوند ته د مېړه په سترګو نه ګوري خاوند په ښځه ورو ورو شک پیل کوي او دا اړیکه صرف په نوم اړيکه پاتې کېږي.

او وروستۍ خبره هم دا چې که چېرې مالداره ښځه څه وخت وروسته خپله شتمني له لاسه ورکړي کېدی شي په يو سبب يا هر سبب چې وي دا ښځه خپله شتمني له لاسه ورکړی نو پدې وخت کې خاوند د واده د دوام لپاره هېڅ هم نه ويني ځکه ده د پيسو لپاره واده کړی و نو چې اوس پيسې هم نشته نه به ښځه پرېښودی شي نه به دوام ورکولی شي د پاڼ او پړانګ ترمنځ به پاتې وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *