بابر اعظم د پاکستان د ماتې ترټولو لوی لامل بیان کړ، وايي زموږ لویه اشتباه دا وه چې -

بابر اعظم د پاکستان د ماتې ترټولو لوی لامل بیان کړ، وايي زموږ لویه اشتباه دا وه چې

د کرکټ نړیوال جام بلاخره د پاکستان په ماتېدو سره پای ته ورسېده، د لومړي سر څخه پاکستان ډېرې خرابې لوبې وکړې خو وروسته ورسره قسمت یاري وکړه او شرايط داسې برابر شول چې پاکستان د قسمت په زور تر سيمي فائنل پورې ورسېد خو د نوي زيلاند په وړاندې یې بيا د قسمت هخوا پخپله ښه لوبه وکړه او ځان یې دا ځل فائنل ته ورساوه.

فائنل کې بيا د اول څخه تر فشار لاندې و او انګلستان تر ډېره لوبه پخپل کنټرول کې ساتله پاکستان تر فشار لاندې و، او په همدې سلسله کې بلاخره پاکستان دا لوبه بايلوده او د نړیوال جام د‌ ګټلو چانس او هيله له منځه ولاړل.

اوس یې تازه کپتان بابر اعظم په خپله وینا کې ویلي دي چې دوی هدف دومره ښه نه و ټاکلی وايي پکار وې شل منډې مو نورې هم کړې وی او هدف تر ۱۶۰ پورې وی. د بل لوري دی د ناکامۍ یو بل علت په وروستیو اورونو کې د شاهين افريدي ټپي کېدل بولي او وايي که آفریدی نه وی ټپي کېدل شي پايله بل ډول وی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *