بابر اعظم: آرام نه غواړم، د افغانستان په وړاندې لوبېږم، غواړم وګورم
د پاکستان کرکټ لوبډلې لوبډلمشر بابر اعظم هم د دغه لوبډلې له ویکټ ساتونکي توپ وهونکي محمد رضوان نه وروسته پرېکړې چې د افغانستان خلاف سیریز کې به لوبېږي او ارام نه کوي.
د پاکستاني سما تلويزيون د سرچينو له مخې، بابر اعظم او محمد رضوان د پاکستان کرکټ بورډ هغه وړاندیز رد کړی چېې د افغانستان پر وړاندې سيريز کې دې دوی نه لوبېږي بلکې ارام او استراحت دې وکړي.
بابر اعظم وويل، چې دوی د پاکستان سوپر ليګ کې غوره کارکردګي ترسره کوي او آرام ته اړتيا نه لري. بله خوا محمد رضوان بیا وایي چې هغه په ښه فارم کې دی او افغانستان خلاف لوبېدو ته په تمه دی.
د رسنیو له قوله ویل شوي، چې پي سي بي د بابر اعظم او محمد رضوان ته د افغانستان خلاف د ۳ شل اوریزو سیالیو لپاره د آرام ورکولو پلان لري او تمه وه چې شاهین شاه افریدي به د لوبډلمشر په توګه وټاکل شي.
د سما ټلویزیون د سرچینو له مخې، بابر او رضوان په دې باور دي چې که دوی ته آرام ورکړل شي، نو دا به د لوبډلې په یووالي اغیزه وکړي. هېره دې نه وي نه وي چې د افغانستان او پاکستان لوبلړۍ د مارچ په ۲۴مه پیلېږي.