ایران 3 زره افغان کډوال وشړل
د کډوالو او بېرته راستنېدوکو چارو وزارت وايي، چې له ایرانه نږدې درې زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شول.
دغه وزارت ویلي، چې د هرات ولايت د اسلام کلا له لارې له ايران څخه ۲۷۳۱ تنه افغان کډوال د تېرې پنجنشبې په ورځ هېواد ته راستانه شول.
د اسلام کلا د سرحدي چارو امر ویلي، چې د راستنېدونکو کسانو له ډلې ۵۴۷ تنه د مرستو په موخه د کډوالۍ نړۍوال سازمان ته ور وپېژندل شول.