ایرانۍ اداکارې خپلې ټولې جامې لر.ې کړې وايي ماته ښه وګورئ او -

ایرانۍ اداکارې خپلې ټولې جامې لر.ې کړې وايي ماته ښه وګورئ او

په ايران کې د ددې هېواد د امربالمعروف او نهی عنی المنکر ادارې د ځواکونو له لوري د يوې ځوانې نجلۍ تر قت. ل کولو وروسته لاریونونه پيل شوي چې د څلورمې اونۍ په پوره کولو لاپسې شدت پیدا کوي او لا پسې پراخېږي، ايراني ټولنه چې ددې هېواد د اسلامي حکومت له لوري نور پوزو ته راغلې وه د مهسا امیني له مړ. ينې وروسته سخته پارېدلې ده.

او د حکومت په وړاندې یې سخت غبرګون ښودلی دی، په ايران کې دا ځوانه نجلۍ صرف له دې کبله قت‌. ل شوه چې لوپټه يې سمه نه وه پسر کړې، اوس نو د جبري حجاب په وړاندې عمومي غوسه زياته شوې ده.

تازه په بهر کې د مېشتې ايرانۍ اداکارې الناز نوروزي د جبري حجاب او په ايران کې د افراطي دیني قوانينو په اعتراض کې خپلې ټولې جامې لرې کړې دي او دا یې ويلي چې نړيوال دې د ایران هغه ښځو ته توجو وکړي چې د ايران د حکومت له لوري د يوې لوپټې په لږ سم نه په سر کولو قت. ل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *