ایا ستاسو د لاسونو رګونه هم راوتلي دي؟ د دې لاملونه څه دي او نښې یې کومې دي؟

ښایي تاسې هم د لاسونو د رګونو ښکاره کېدو یا راوتلو ته اندیښمن یاست یاهم ښایي تاسې به دا فکر کوئ چې دا د کومې طبي ستونزې نښه ده؛ خو دا په ډېرو مواردو کې د کومې ستونزه نښه نه وي، خو په ځینو حالتونو کې د جدي ستونزې نښه وي.

په عموم کې د لاسونو راوتلي رګونه کومه لویه روغتیایي ستونزه نه وي؛ خو د وخت په تېرېدو سره د انسان زړه راښکون له منځه وړي او په ځینو حالتونو کې د یوې جدي ناروغۍ نښه ګڼل کېږي.

په لاسونو کې د رګونو ډولونه:

په لاسونو کې د پوپ ډوین لرل

د لاس د رګونو دا ډول حالت معمولاً د ټپي کېدو یاهم نېغ په نېغه د اغیزو له امله رامنځته کیږي، لکه د لاسونو له کوم شی سره لګېدل او لاس زخمي کېدل.

د لاسونو پړسیدلي رګونه

د لاسونو راوتلي یا پړسېدلي رګونه یو نورمال حالت دی، چې معمولاً د پوستکي په سطحه وي او لامل یې په بدن د غوړو کمېدل دي.

د لاسونو نیلي رګونه

د لاسونو نیلي رګونه دا د وینې د شریان رګونه دي، چې شین رنګ لري، دا له پړسېدلو رګونو څخه کوچني وي، چې بدرنګه ښکاري او دردناک هم وي. نیلي رګونه د عمر، جینټیک او په بدن کې د غوړو د کمښت په سبب رامنځته کېږي.

د لاسونو شنه رګونه

د لاسونو شنه رګونه هم معمولاً یو عام حالت دی، د شنه رنګونو کرښې د پړسېدلو رګونو نښه وي او هغه وخت راښکاره کېږي کله چې رګونه تاو شي.

د لاسونو تور رګ

کله چې په وینه کې اکسیجن کم شي نو د لاس رګونو تور شکل غوره کوي، د شریانونو د وینې رنګ روښانه سور وي. دا تور رګونه پرمټ لېدل کېږي او په سینه او لاسونو هم ښکاره کېږي.

د لاس په رګونو کې اضافي وینه

د لاسونو په رګونو کې اضافي وینه د رګونو د شلېدو یا چاودېدو سبب کېږي، چې د پوستکي لاندې د وینې بهېدو لامل کېږي.

د لاسونو د راوتلي رګونو نښې څه دي؟

د لاسونو راوتلي رګونه ممکن د ناروغۍ لامل واوسي او د غړو د دروندوالي له امله د لاسونو او مټ په پوستکي کې بدلونونه راځي، لکه د رنګ کمېدل، هغه زخمونه چې نه رغېږي، د عضلاتو د کمزورۍ درد او د لاسونو کمزوري او مور شامل دي.

د لاسونو د رګونو د پړسېدو یا راوتلو لاملونه څه دي؟

د رګونو راوتل یا پړسېدل ډېر لاملونه لري چې ښایي ځینې یې تاسو اغېزمن کړي او هغه دا دي:

د بدن د غوړو کمېدل

که چېرته ستاسو لاسونو ډېر غوړ نه لري، نو په سبب یې د لاس رګونه راوتلی شي.

عمر

د عمر په زیاتېدو سره پوستکی نری کېږي او خپل لچک له لاسه ورکوي، چې له امله یې رګونه راوتلي ښکاري او په د عمر په زیاتېدو سره والونه کمزوري کېږي، چې دا پخپله رګونه پراخوي.

تمرين

کله چې ورزش یا تمرین کوئ، نو د وینې فشار مو لوړیږي او رګونه مو پوستکي ته نږدې کیږي؛ خو کله چې ستاسو د وینې فشار نورمال حالت ته راستنېږي، نو دا بیا بېرته کمېږي. که تاسو ورزش کوئ نو دا به اوږدمهاله وي، په ځانګړي توګه کله چې تاسو جیم ته ځئ، ډېر وزن پورته کوئ یا سخت کارونه کوئ، نو د وینې فشار لوړېږي او رګونه راوتلي بریښي.

وراثت یا جینټیک

که ستاسو د کورنۍ کوم نږدې هم ورته حالت لري، یعنې د لاسونو رګونه یې راوتلي وي، نو تاسو هم له دې ډول حالت سره مخ کیدلی شئ

ګرمه هوا

ډېره تودوخه او ګرمي هم رګونه دې ته نه پرېږدي چې سم کار وکړي، چې له امله یې د لاس رګونه راوتلي ښکاري.

ویرکوز رګونه

د لاسونو په پرتله د پښو رګونو د راوتلو احتمال زیات وي، دا هغه مهال پېښېږي چې د رګ والونه کمزوري شي، چې د وینې د بېرته تګ ستونزمنوي او د درد لامل هم کېږي

فلیبیتس

که چېرته لاس مو انتاني شي، ضربه وخوري یا د دفاعي سیستم ناروغي د رګ د سوخت لامل کېږي او رګ پړسېږي.

سطحي ترمبوفلیبیتس

سطحي ترومبوفلیبایټس د وینې د ټوټې (ترمبوس) له امله رامنځته کیږي، چې د سطحي رګ (فلیبیتس) د سوخت لامل کېږي او دا د رګ د ټپي کیدو له امله هم رامنځته کیدی شي.

ترمبوسس ژور رګ

د لاس راوتلی رګ د لاس په رګ کې د وینې د ژورې ټوټه کېدو له امله رامنځته کیدلی شي. په عام ډول د رګونه راوتل یا ښکاره کېدل کومه ستونزه نه ده، خو که تاسو اندیښمن یاست نو ډاکټر ته مراجعه وکړئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *