ايرين هولنډ؛ وګورئ څوک را ورسېدل، اسټراليايۍ ماډله وايي راشد خان لکه د

د افغانستان او سريلانکا د لوبو د ختمېدو وروسته ځينې لوبغاړي د ټي ټېن په ليګ کې د لوبېدو لپاره مستقيم متحده اماراتو ته ولاړل. يو له دغو لوبغاړو څخه راشد خان و. نوموړی چې دغلته څنګه ورسېده نو د خپلې خاصې مينوالې ايرين هولنډ له ښه راغلاست سره مخ شو.

ايرين هولنډ مشهوره اسټراليايی ماډله ده چې له ډېر وخت راهیسې د کرکټ له خبريالۍ او مسلو سره هم علاقه لري، دې د راشد خان سره پرون تازه خپل انځور خپور کړی دی او ورسره ليکلي يې دي؛ ؤګورئ! څوک راغلي دي؟

دې وړاندې راشد خان ته ښه راغلاست ويلي دي او زياته کړې يې ده چې د بریا لمانځلو ته په تمه دي. ايرين هولنډ د افغان لوبغاړو په هکله تل مثبتې څرګندونې کوي او ددوی سره خپله علاقه ښيي.

تر دې وړاندې کله چې رحمن الله ګربز په نړيوال جام کې ښه ولوبېده دې وویل چې د رحمن الله ګربز له په زړه پورې توپ وهنې متاثره شوې ده وايي په ټي ټېن کې به رحمن الله ګربز د لومړۍ چوکۍ څخه ننداره کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *