ايرين هولنډ؛ د ګربز راتلونکې لوبه د اول صف څخه ګورم غواړم ووینم هغه -

ايرين هولنډ؛ د ګربز راتلونکې لوبه د اول صف څخه ګورم غواړم ووینم هغه

په نړیوال کرکټ کې د افغانانو بې شانه ځلېدل ددې سبب شوي دي چې دوی نه يوازې د کرکټ په نړۍ کې د خبرونو سرټکي شي بلکې د مګزين په خبرونو کې هم ټاپ ځای لري تازه د اسټراليا د ښکلا ملکې ايرين هولنډ د افغانستان د ټاپ توپ وهونکي رحمن الله ګربز په هکله مهمې څرګندونې کړې دي.

نوموړې چې د رحمن الله ګربز له په زړه پورې توپ وهنې څخه متاثره شوې ده ويلي دي چې دا به د رحمن الله ګربز توپ وهنه د لومړي صف څخه ګوري، دا وايي چې د کرکټ په T20 سوداګريز ليګ کې چېرته به چې د رحمن الله ګربز لوبېږي دا لوبه د لومړي صف څخه ګوري، دا زیاتوي چې؛

چې په نړیوال جام کې یې هم د رحمن الله ګربز لوبه ليدلې ده، ايرين هولنډ د استرالیا د ښکلا ملکه، ماډله او د کرکټ خبریاله ده، نوموړې د افغانستان کرکټ د نېږدې څخه څاري او له دې وړاندې یې ويلي و چې کاش راشد خان مو موږ ته راکړی وی‌.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *