ايران د کابل د واکمنو پټه غوښتنه رد کړه، تهران په هېڅ صورت د حاکمې ډلې

په کابل واکمنې ډلې د یوه مکتوب په ترڅ کې په ايران کې د افغانستان سفارت ته نوی سرپرست سفير ټاکلی دی، محمد افضل حقا. ني په کابل د واکمنې ډلې له لوري په تهران کې د افغانستان د سفر په حيث وړانديز شوی دی.

مګر په ايران کې د افغانستان په سفارت کې د جمهوریت کار کوونکو د واکمنې ډلې دا کس نه دی منلی او وروسته د ايران د بهرنيو چارو وزارت هم ویلي دي چې په کابل د حاکمې ډلې سفير په تهران کې نه مني.

د ايران او پاکستان په شمول د نړۍ هېڅ هېواد تراوسه پورې په کابل د واکمنې ډلې رسميت نه دی تاييد کړی او دې کار افغانان په نړيواله کچه د یوه دولت څخه بې برخې کړی دي او د‌ ګڼو ستونزو سره یې مخ کړي دي.

په افغانستان کې د یوه مشروع او رسمي حکومت د نشتون له کبله د افغانستان اقتصاد سخت ځپل شوی دی د سوداګرو او پانګوالو کار کول ګران شوي د نړۍ سره د افغانانو اړیکې تګ راتګ ختم شوی او بهر کې مېشت افغانان هم د ډول ډول ستونزو سره مخ دي‌.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *