ايا د اومیندوارۍ په مهال د ښځو جن.سي قوت زیاتېږي؟ حقيقت دادی چې په لومړیو

حامله توب يا اومیندواري هغه څه ده چې د ښځې او ورسره د خاوند او کورنۍ ژوند تر ژور اغېز لاندې راولي هم د بدني اړخه او هم د ذهني اړخه په ښځو کې لوی تاثيرات ليدل کېږي چې دا ددوی ګډ ژوند هم تر خپل تاثیر لاندې راولي. د اومیندوارۍ دوره په دريو برخو وېشلی شو لومړی دری مياشتې دوهمې دری مياشتې او وروستۍ دری مياشتې.

په لومړیو وختونو کې د ښځو شهو. ت زیاتېږي ځکه چې د وینې جریان زيادښت مومي او ځینې هورمونونه زیاتېږي مګر په دې دوره کې ښځه او خاوند بيا په ذهني ډول کور. والي ته ډېر نه وي آماده ځکه چې ډارېږي چې ماشوم یې زیان ونه وینی.

په دوهمه مرحله کې بيا په متوسط ډول کور. والی کېږي که څه هم د ښځو خواهش کم شوی وي خو ډېری جوړې پدې وخت کې که پخوا میاشت کې اته يا لس ځله کور. والی کاوه اوس يې دری څلور ځل کوي.

په وروستیو دریو میاشتو کې بيا د کور. والي کچه په شديد ډول کمېږي په مياشت کې شايد يو ځل يا دوه ځل ترسره شي. د يادونې وړ ده چې په دې ټوله ۹ مياشتنی دوره کې خاص احتياط پکار وي ځکه د ښځو په بدن کې بدلونونه رامنځته کېږي.

ډېر وخت هغوی د استفراق، زړه بدۍ، سر درد يا هم یو ډول د بې حالۍ ستړیا خسته ګۍ سره مخ وي نو کېدی شي کور. والی ښه انتخاب نه وي په وروستيو مياشتو کې کور. والی د رحم په عضلاتو داسې تاثير کولای شي چې د وختي تولد سبب شي له همدې کبله خاص احتياط صبر او ځان پوهاوی پکار وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *