اوسنۍ پېغلې ددې څلورو شيانو لپاره د ۴۰ کلن نارينه ورسره ګډ ژوند زیات خوښوي

په بهرنیو هېوادونو کې د ځوانو پېغلو چې عمرونه یې د شلو کلونو په پيل کې وي د واده لپاره ډېر هوس نه وي دوی په دې موده کې د نويو شيانو په کشف کولو بوختې وي. په دې وخت کې هېڅ څوک په خپلو غوښتنو باندې دقیق نه پوهېږي کېدی شي يو شی نن ډېر زيات غواړي خو سبا ترې منکر کېژي‌.

له همدې کبله د عمر په زياتېدو باندې چې څه ډېر زده شوي او کشف شوي وي انسان او په دې باندې ښه پوهېږي چې څه بايد وکړي او څه بايد ونکړي په دې وخت کې پریکړې سالمې وي.

ډېری هوښيارې نجونې په غربي هېوادونو کې اوس له همدې کبله د لوړ عمر نارينه خوښوي او د هغوی سره ګډ ژوند کوي ځکه دوی پوهېږي چې دا ډول هم سفر ددوی لپاره ښه دی چې واقعبين فکر ولري.

په ژوند کې یې ډېر څه ليدلي وي، ددا ډول کسانو په څنګ کې دوی ځان خوندي احساسوي، د بل لوري دا ډول کسان ډېر تنګ نظره نه وي او خپلې مېرمنې ته مشروع ازادي ورکوي او ورسره په مالي لحاظ هم تر ډېره پورې په ځان متکي او پخپلو پښو ولاړ وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *