انوشکا شرما: ویرات کولي ناروغ دی، دومره زيات چې نشي کولای يو

د هندي کرکټ لوبغاړي ویرات کوهلي په سلیزه د هغه مېرمن او اداکاره انوشکا شرما احساساتي شوه او په انسټاګرام کې یې یو زړه راښکونکی پوسټ شریک کړ.

ویرات کوهلي د اسټرالیا خلاف په احمد آباد کې په روانه څلورمه ټیسټ لوبه کې سلیزه ووهله او هندۍ لوبډله یې د اسټرالیا پر وړاندې په روانه ټیسټ لوبه کې یو څه پیاوړې کړه.

دا ټیسټ سلیزه د ویرات کوهلي په کیریر کې یو مهم پړاو دی، ځکه چې هغه په ​​ټیسټ کرکټ کې د درېیو کلونو وقفې وروسته سلیزه جوړه کړه او دا یې ۲۸مه ټیسټ سلیزه وه.

 

ویرات کوهلي له سلیزې وهلو وروسته خپله دغه سلیزه د خپلې مېرمنې انوشکا په نوم کړه او د واده د سرو زرو د غاړې زنځیر یې ښکل کړ او ځانګړې خوښي یې څرګنده کړه.

د هغه سلیزې ته انوشکا شرما په انسټاګرام کې یو احساساتي پوسټ کړی چې پکې یې لیکلي چې ویرات تل ما ته الهام راکوي، هغې دا هم ویلي کوهلي د ناروغۍ پرمهال لوبه کوله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *