انوشکا شرما د ویرات کولي څخه خفه شوې ده اوس غواړي

د هند د کرکټ د ملي ټیم ټاپ لوبغاړی ویرات کولي د خپل شخصي ژوند او کرکټ په هکله څرګندونې کړې دي، دا چې کرکټ او په ځانګړي ډول د هند د کرکټ‌ د ملي ټيم ستر مسؤليت ددوی شخصي او ګډ ژوند د داسې يو مېرمنې سره چې د فلمونو یوه ستورې ده څه ډول اغېزمن کړی دی.

ده ويلي دي چې کرکټ یې په شخصي ژوند تاثیر درلود او نه یې شوی کولی چې څه یې په ټيم کې کېدل څه په لوبو کې ورباندې تېرېدل هغه د کور څخه لرې وساتي په خاص ډول دی د خپل رفتار په هکله خبرې کوي.

نوموړی وايي کله به چې ښه ونه لوبېده نو په هغه ورځو کې به یې پخپل کور کې هم چلند ښه نه و، وايي کومه لوبه کې به چې ونه چلېدم نو په کور کې به مې حتی د خپلې ښځې سره هم چلند ښه نه و او غوسه کېدم به.

ویرات کولي څه موده وړاندې په پرلپسې ډول په ځینې لوبو کې ښه ونه ځلېده خو اوس زیاته موده کېږي چې ښه په کش کې دی او په زړه پورې لوبې کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *