انوشکا شرما؛ ويرات کولي ډېر زیات قوت لري هغه ماته پخپله -

انوشکا شرما؛ ويرات کولي ډېر زیات قوت لري هغه ماته پخپله

پرون د هند او پاکستان د په زړه پورې په هکله ګرم بحثونه دوام لري تراوسه خلک دا سوچونه کوي که داسې شوي وي او که هسې شوي وي، نو پايله به بدله وه، په دې لوبه کې که څه هم ځمکې او آسمان لاسونه سره ورکړل او په آخرو اورونو کې ټول شرایط د پاکستان خلاف رامنځته شول خو په ټيم اصلي فشار ويرات کولي راکم کړ.

کولی په خپله زړوره توپ وهنه سره وکولی شول چې په عملي ډول د هند بری ممکن کړي کنه د هند د بريا هېڅ چانس نه و او ډېرو مبصرینو لا له وړاندې لوبه د پاکستان بلله. ويرات کولي د هنديانو زړونه يو ځل بيا وګټل او ثابته یې کړه چې د کرکټ په نړۍ کې ساری نلري.

له دې په زړه پورې بريا وروسته ويرات کولي د رسنیو د خبرونو سرټکی شو او د کرکټ‌ د نړۍ څخه بېلابېلو ستوريو مشهورو کسانو د هغه هکله ټويټونه وکړل او د‌ هغه دا کردار یې وستایه.

مېرمنې يې انوشکا شرما په خپله خوښي څرګنده کړه او ويې ویل چې د بريا سره سم پاڅېدم او په نڅا مې پيل وکړ، وايي ویرات کولي يو ډېر ښکلی انسان دی دا زما ترټولو خوندوره لوبه وه چې ومې ليده. نوموړې زیاتوي د ويرات کولي قوت ډېر زيات دی هغه په ځان بې ساری باور لري او زه ورسره له هرڅه زياته مينه کوم.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *