انا لله وانا الیه راجعون: د جعفر هاند څخه ډېر بد خبر راغی

د امريکا غږ خبريال جعفر هاند مور د اوږدې ناروغۍ وروسته خپل ژوند له لاسه ورکړ، ښاغلي هاند ډېره موده مخکې د خپلې مور د تکليف په هکله ويلي و او د خلکو څخه یې ددوعا غوښتنه کړې وه مګر نن د هغه همکارانو د نوموړي د مور د وفات خبر خپور کړ.

جعفر هاند د امريکا غږ د کرکټ‌ د برخې تکړه خبريال دی چې په ټولنيزو رسنيو په ځانګړي ډول په فېسبوک کې زیات فعالیت لري او تل د خپلو څارونکو سره په اړيکه کې وي.

د ټولنيزو رسنيو کارونکو افغانانو د هغه د مور په وفات باندې ژور خفګان ښودلی دی او هغه ته یې د جنت فردوس دوعا او جعفر هاند او کورنۍ ته یې د صبر جميل غوښتی دی.

تراوسه پخپله جعفر هاند په دې هکله څه نه دي ويلي ښايي هغه د خپلې مور د وفات په شوک کې وي او تراوسه یې پخپله پدې هکله هیڅ ډول وینا نه وي کړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *